د عدلیې وزارت مسلکي معين د بلخ ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۴:۵
.

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیع‌الاول د میاشتې په ۱۲ مه نېټه د شنبې په ورځ بلخ ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له سیمه ییزو مسؤولینو سره یې وکتل.

یاد پلاوي د دغه دوه ورځني سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت د والي له مرستيال، مولوي نورالهادي ابو ادریس سره وکتل او د بلخ ولایت د عدلیې ریاست سره یې د ولایت د مقام او نورو سیمه ییزو ادارو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د عدلیې وزارت پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت له عدلیې ریاست څخه هم لیدنه وکړه او خلکو ته د یاد ریاست د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.

دغه راز د عدلیې وزارت مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د بلخ، عدلیې ریاست له کارمندانو او مسؤولینو سره په کتنه کې، هغوی ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او په دې هکله یې لازمې لارښوونې وکړې.

پلاوي د بلخ ولایت د عدلیې ریاست د کارمندانو د فعالیت د څرنګوالي په بررسۍ سره، د کاري نیمګړتیاو لرې کولو په برخه کې هم هغوی ته لازمې توصیې وکړې.

په ورته مهال، د عدليې وزارت مسلکي معین د بلخ ولایت د مدافع وکیلانو، سوداګرو او زرګرانو اتحادیې غړو سره  هم ناسته جوړه کړه، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل په برخه کې یې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۴:۵۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په دوهمه ناحیه او درېيمه ناحیه کې د معاملاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۴۲
Background image

د ننګرهار عدلیې رياست او استيناف محمکې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رئيس مولوي محمد رئيس محمدي او مل پلاوي د صفر ا‌لمظفر د مياشتې ۲۴ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د استيناف محکمې رئيس مولوي محبوب الرحمن نقشبندي او د ديوانونو له یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۴:۳۷
Background image

په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د مياشتې په ۲۹ مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو. . .

BACK TO NEWS