د ننګرهار د استیناف محکمې او عدلیې رئیسانو دواړو ریاستونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۳:۲۸
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رئیس، مولوي محمد رئيس محمدي او له هغه سره مل پلاوي د ربیع‌الاول د مياشتې په ۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس، مولوي عبدالشکور رشاد سره وکتل او خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د مدافع وکیلانو، حقوقي مرستو او د امارت د قضایاو د برخو په اړه خبرې وشوې او په دغو برخو کې ځینې موجودې ستونزې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دې کتنه کې دواړو لورو د یادو ریاستونو ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او ستونزو ته د رسېدنې او د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS