د عدلیې وزارت کارمندانو لپاره «له اداري فساد سره د مبارزې لارې‌چارې» زده کړه ییزه برنامه جوړېدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۴:۵۸
.

د عدلیې وزارت د بشري سرچينو رياست د یاد وزارت  مرکزي ریاستونو یو شمېر کارمندانو لپاره «له اداري فساد سره د مبارزې لارې‌چارې» تر عنوان لاندې دوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۹ نېټه د دوشنبې په ورځ د  عدلیې وزارت په مقر کې پیل شوه، د یاد وزارت مرکزي ریاستونو ۳۲ تنو کارمندانو ګډون درلود او هغوی لپاره به له فساد سره د مبارزې د اغېزمنو لارو په اړه زده‌کړې ورکړل شي.

د عدلیې وزارت د بشري سرچينو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت د کارمندانو د ظرفیت لوړولو او د هغوی له لوري د اداري اصولو رعایتولو په موخه، په دوامدراه توګه زده کړه ییزې برنامې جوړوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۹:۵۱
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د بامیان ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام د یاد وزارت پلاوي، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۶مه نېټه د یکشنبې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۳۷
Background image

د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی

د امارتي غصب شویو ځمکو په هکله د محکمې د پرېکړې تنفیذ، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون شرعي مکلفیت دی

د عدلیې وزیر او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۳
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د میدان وردګ ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په. . .

BACK TO NEWS