د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست او مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل
د پکتیا ولایت له مدافع وکیلانو سره د یاد ولایت د عدلیې ریاست د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۲۸ مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې رئيس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست نورو مسؤولینو او یو شمېر مدافع وکيلانو په ګډون سره د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د عدلیې رئيس په خپلو خبرو کې د یاد ولایت له مدافع وکيلانو څخه وغوښتل چې خپل فعالیتونه د اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کړي، د ځانګړي مهر او لوحې درلودنکي وي تر څو د کمېشن کارانو مخه ونيول شي او د پوهنتونو فارغانو بشپړ شهرت چې د عملي او مسلکي زده کړو په موخه د مدافع وکيلان لخوا جذبېږي، ثبت شي.
همدارنګه په یاده ناسته کې ، مدافع وکیلانو هم خپلې ستونزې شريکې کړې چې د عدلیې ریاست لخوا ورته د حل په موخه ډاډ ورکړل شو.
