د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۳ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي، د مدافع وکیلانو ریاست د محرم الحرام د میاشتې په ۲۶ چې د زمري د میاشتې له ۱۱ نېټې سره سمون خوري د پنجشنې په ورځ، د ۱۶ تنه نور مدافع وکیلانو ارزونه د هغوی د جواز لیکونو د نوي کولو په منظور پیلوي.

له همدې امله هغه مدافع وکیلان چې پخوا یې د ارزونې په بهیر کې د ګډون لپاره خپل غوښتنلیکونه د مدافع وکیلانو د ریاست اداري مدیریت ته سپارلي دي، له لاندې جدول سره سم د نوملړ د پرله پسې شمېرې پر بنسټ د سهار له ۸:۳۰ بجو څخه د غرمې تر ۱۲:۳۰ بجو پورې د عدلیې وزارت د مسلکي معینیت د ودانۍ مقر ته حاضر شي.

دغه راز په ټاکل شوې ورځ د مدافع وکیلانو شتون حتمي او لازمي دی او د ازموېنې په صحن کې د غیابت او نه حاضرېدو په صورت کې  هغوی ته دوه ېم چانس نه ورکول کېږي.

محترم وکیلان دې خبر وي.

د ۵۳ دورې د مدافع وکیلانو نوملړ په لاندې ډول دی.

.

 

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د دفاع وکالت د ستاژ د نوم‌لیکنې د پیل په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت د دفاع وکالت هغو متقاضیانو لپاره چې د جواز ترلاسه کولو په موخه یې د دفاع وکالت ورودي ازموینه په بریالیتوب سره پای ته رسولې ده او کاري تجربه نه لري، ډېر ژر . . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۵۲
Background image

د شرعي او حقوقي مشورو وړاندې کولو په موخه د ۱۸۸ وړیا شمېره فعاله شوه

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت د حقوقي مشورو وړاندې کولو وړیا ټلیفوني مرکز فعال کړ او هېوادوال کولای شي حقوقي مشورو ته د اړتیا په صورت کې، له ۱۸۸ وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسي.
دا مرکز په . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۰:۳۵
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموينې د پنځمې دورې د تجربه‌لرونکو متقاضیانو د لیست اعلام

د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت ددفاع وکالت د ورودي ازموینې پنځمې دوره د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د میزان (تلې) د میاشتې په ۲۲ نېټه د ۵۴۳ تنو په شرایطو برابرو د دفاع وکالت د جواز . . .

Back to announcements