د ننګرهار عدلیې رئيس: د معاملاتو لارښوونې دفترونه دې د قانون مطابق خپل فعاليتونه ترسره کړي

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۰:۵۸
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونې د اتحادیې مسؤولينو او استازو ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې د ننګرهار د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي د خپلو خبرو پر مهال ټینګار وکړ، چې د معاملاتو لارښوونې مسوؤلین باید په خپله د معاملاتو لارښوونو په دفترونو کې شتون ولري، د ثبت او سټې کتابونو څخه په سم ډول ګټه پورته کړي، د جواز له ختمېدو لږ تر لږه یوه میاشت وړاندې د جوازونو د نوي کولو په موخه اړوندو ادارو ته مراجعه وکړي.

همدارنګه هغه زياته کړه چې، د معاملاتو لارښوونې دفترونه باید خپل فعالیتونه د قانون مطابق ترسره کړي.

په دې غونډه کې د اتحادیې مسؤولینو ژمنه وکړه چې د عدلیې رياست توصیې به تعقیب کړي او له یاد ریاست څخه یې وغوښتل چې د معاملاتو لارښوونې دفترونو مسؤولینو لپاره سیمینارونه او روزنیزې برنامې په لاره واچوي، تر څو هغوی په سمه توګه د معاملاتو پړاونو تېرولو باندې پوه شي.

د دې ناستې په پای کې د عدلیې رئیس د شته ستونزو د حل په موخه د همکارۍ ژمنه وکړه او د اتحادیې مسوولینو ته یې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS