د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست خبرتیا

barekzai_admin
.

د دفاع وکالت د جواز ټولو هغو غوښتونکو ته چې مخکې یې د دفاع وکالت د ورودي ازموینې دریمې دورې لپاره نوم لیکنه کړې وه او نومونه یې په نهايي نوملړ کې شامل دي، خبر ورکول کېږي چې د دفاع وکالت ورودي ازموینه د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د چنګاښ د میاشتې په ۲۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې اخیستل کېږي.

له دې امله ټول هغه محترم متقاضیان چې نومونه یې په نوملړ کې شامل دي د چنګاښ د میاشتې په ۲۳ او ۲۴ نېټه د شنبې او یکشنبې په ورځو ازموینه کې د شمولیت کارت ترلاسه کولو لپاره د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست ته مراجعه وکړي. د شمولیت کارت یوازې په تعیین شویو ورځو کې وېشل کېږي او د ازموینې په ورځ نه وېشل کېږي.

محترم متقاضیان دې د ازموینې په ورځ د سهار په ۶ بجو د تابعیت اصلې تذکرې او د شمولیت کارت سره په عدلیې وزارت کې حاضر اوسي.

یادونه: متقاضیان دې په ازموینه کې د حضور لپاره له هر ډول اقدام څخه مخکې د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو په نهايي نوملړ کې د خپل نوم له موجودیت څخه ډاډ ترلاسه کړي ترڅو د بې‌ځایه سرګردانۍ مخنیوی وشي.

د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو نهايي نوملړ ترلاسه کولو لپاره دغه (ځایکلیک کړئ

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۱:۵۹
Background image

د تقنیني ستاژ برنامې د نهمې دورې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د جامعاتو او دیني مدرسو هغو فارغانو ته چې د هغوی سندونه د لېسانس په سویه د اړوندو مراجعو لخوا تایید شوي وي او همدا راز د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو فارغانو . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۱:۲۷
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی درې فرمانونه په رسمي جریده کې خپاره شول

 د اسلامي امارت عدلیې وزارت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی درې فرمانونه د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د جمادي الآخر میاشتې په ۲۷مه نېټه په ۱۴۸۰ ګڼه رسمي جریده کې خپاره کړل. 

محترم . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۹:۵۷
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت د جواز ټولو غوښتونکو ته خبر  ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د دلوې (سلواغې) د میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوشنبې . . .

Back to announcements