په ننګرهار ولایت کې د ۹ دارالوکالو نظارت او بررسي کېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۷
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي  په جلال آباد ښار کې د یو شمېر مدافع وکیلانو او دارالوکالو له فعالیت څخه نظارت او بررسي ترسره کړه.

د دغې بررسي په ترڅ کې د دارالوکالو متصدیانو او مدافع وکيلانو ته، د ننگرهار ولایت د عدلیې ریاست د مدافع وکيلانو نظارتي پلاوي له‌خوا د کاري چارو ښه پرمخ وړلو او د نيمګړتیاو لرې کولو په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له دارالوکالو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غير قانوني فعالیتونو مخه ونیسي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS