په څلور ولایتونو کې ۴۸۵ تنو ته حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې شوې

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۴ - ۱۲:۸
.

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او ولایتي امریتونو یې  په څلورو ولایتونو کې ۴۸۵ تنو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې وړاندې کړي دي. 
دغه برنامې د ذوالحجې د میاشتې په ۵ مه نېټه د چهار شنبې په ورځو د مرکز په ګډون کندهار، بادغیس، پکتيکا او خوست ولايتونو کې وړاندې شوې او په ترڅ کې یې د عدلیې وزارت د پېژندنې، د اسلام او شریعت په رڼا کې د اولادونو روزنه، د هېوادوالو د حقوقو او مکلفیتونو او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شو. 
د عدلیې وزارت د کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو  برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک په خپلو حقوقو پوه شي او د خپل ورځني ژوند د حقوقي ستونزو په لرې کولو کې ورڅخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۵
Background image

په لغمان ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي په تېرو دوو ورځو کې، په دغه ولایت کې له ۱۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۳
Background image

په هرات ولایت کې د عریضه‌لیکونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه زده‌کړیزه برنامه جوړه شوه

 د هرات ولایت د عدلیې ریاست د رجب‌المرجب د میاشتې په ۲۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د هرات ښار یو شمېر عریضه‌لیکونکو ته د عریضه‌لیکنې د اصولو تر عنوان لاندې زده‌کړیزه برنامه جوړه کړه.
په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۴۰
Background image

د عدلیې وزیر خلکو ته په اخلاص سره پر کار او خدمت کولو ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د یاد وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې ټینګار وکړ چې د دغه وزارت هر کارکوونکی او مسؤول دې په اخلاص سره خلکو ته د خدمت. . .

BACK TO NEWS