په زابل ولایت کې د ۴ دارالوکالو نظارت او بررسي کېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۱۰:۴۴

د زابل ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد ولایت په مرکز کې د یو شمېر مدافع وکیلانو او دارالوکالو د فعالیت له څرنګوالي څخه نظارت او بررسي ترسره کړه.
د دغې بررسي په ترڅ کې نظارتي پلاوي د دارالوکالو متصدیانو ته، د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وکړې او همدارنګه له هغوی څخه وغوښتل شوو تر څو له مؤکلينو سره ښه چلند وکړي او د مدافع وکيلانو د کړنلارې مطابق فعالیت ترسره کړي.
د زابل ولایت، عدلیې ریاست په دوامداره توګه له دارالوکالو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوي وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS