د عدلیې وزارت د دوو مرکزي رياستونو د رئيسانو معرفي کېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۴:۵۶
.

د عدلیې وازرت د قانون جوړونې عمومي رئيس مفتي فضل هادي صاحب‌زاده د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد وزارت د دوو مرکزي ریاستونو رئیسان چې، د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزرا د عالي مقام د منظورۍ په اساس تعیین شوي دي، د یادو ریاستونو کارمندانو ته وروپېژندل.

په دغه مراسمو کې چې د قانون جوړونې عمومي رئيس مفتي فضل هادي صاحب‌زاد، د حقوقي مرستو رئيس او د  بشري سرچينو اوسنۍ سپرست مفتي احمد ضيا خبیب، د مالی او اداري رئيس مولوي سید حبیب الحبیب او د يادو رياستونو نورو مسؤولینو درلود، د ذوالحجې د میاشتې په ۱ نېټه د شنبې په ورځ ترسره شو، په ترڅ کې یې مفتي امين الله وافی د قانون جوړونې عمومي رياست د خصوصي سکتور او سوداګرۍ قوانینو ديپارتمنت رئيس په توګه او همدارنګه مولوي سعيد الرحمن سعيد د عدلیي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس په توګه معرفي شول.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي رئیس مفتي فضل هادي صاحب‌زاده د خپلو خبرو په ترڅ کې، یادو رئيسانو ته د نویو مسؤليتونو د مبارکې ترڅنګ زیاته کړه چې نوې دندې د الله تعالی له لوري یوه ازموينه وي او په دې ازموينه کې د بریا راز په اخلاص او د شریعت په رڼا کې د اداري چارو ترسره کول دي.

همدارنګه د  عدلیي وزارت د حقوقي مرستو رئيس او د بشري سرچينو رياست سرپرست مفتي احمد ضیا خبیب په یادو مراسمو کې  نوي رئيسانو ته د هغو په چارو کې د لا زياتو برياليتوبونو هيله څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS