په سمنګان ولایت کې د کابو ۶ زره جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۴:۳۵
.

د سمنګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هيئت د رئیس او غړو په  ګډون سره جوړه شوه او په ترڅ کې یې  ۵ زره او ۸۲۰ جریبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص شوې.

د تخنیکي هيئت په ياده ناسته کې، د یاد ولایت په خلم ولسوالۍ کې د پاسره او قشقه قم په ساحو کې تر دعوا لاندې یو شمېر ځمکې تر بررسي لاندې ونيول شوې چې په پايله کې یې په دغو ساحو کې ۵ زره او ۸۲۰ جریبه امارتي ځمکې تشخیص شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS