د عدلیې وزارت کارمندانو لپاره د دوه ورځنۍ زده کړه ییزې برنامې جوړېدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۱۰:۲۹
.

د عدلیې وزارت د بشري سرچينو رياست د د زدکړو او ظرفيتونو د لوړولو آمريت، د ‌ذوالقعدې د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد وزارت بېلابېلو مرکزي رياستونو کارکوونکو ته د ياد وزارت په مقر کې دوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په ياده زده کړه ییزه برنامه کې چې د راپور ليکنې تر سرليک لاندې جوړه شوه، د عدلیې وزارت د بېلابېلو مرکزي ریاستونو ۳۱ تنو کارمندانو ګډون درلود او د مهمو اداري موضوعاتو په اړه یې هر اړخیز معلومات ترلاسه کړل.

د عدلیې وزارت د بشري سرچينو ریاست د د زدکړو او ظرفيتونو د لوړولو آمريت د کارمندانو د ظرفیت لوړونې په موخه ورته برنامې جوړوي او په دې برخه کې ډېرې هڅې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS