د کابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۹:۳۰

د کابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت د تخنیکي هیئت ناسته د شوال د میاشتې په ۲۹ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون سره جوړه شوه.

په یاده ناسته کې په بګرامیو ولسوالۍ کې د کندهاري ښارګوټي موضوع تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه او پرېکړه وشوه هغه نیمګړتیاوې چې په دوسیه کې شتون لري ژر تر ژره حل شي.

همدارنګه په یاده ناسته کې د حاجي محمد نظير مينه ښارګوټي په اړه هم بحث وشوه او پرېکړه وشوه چې د یاد ښارګوټي دوسیه د شته ستونزو لرې کولو څخه وروسته اړوندو مراجعو ته واستول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS