د پکتیا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۱۴:۵۸

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د شوال د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د سه شنبې په ورځ د ياد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز ۱۴ تنو زده کوونکو ګډون درلود او د حقوقي مرستندوی د پېژندګلوۍ، د حقوقي مرستندوی د درلودلو حق او حقوقي مرستندوی ته د لاسرسۍ لپاره د عریضې وړاندې کولو مرجع په هکله پوهاوی وړاندې شو.

د پکتیا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز مسؤولينو د یاد ولایت د عدلیې ریاست حقوقي برنامې وستایلې او په راتلونکې کې هم د ورته برنامو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS