د پکتیا ولایت استخباراتو رياست کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړول

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۳:۳۷

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د شوال د میاشتې په ۱۱ نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت استخباراتو رياست کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه.

په دې برنامې کې چې د یاد ولایت د استخباراتو رياست ۲۳ تنو کارمندانو ګډون درلود، د امير المؤمنين حفظه الله تعالی د حقوقی او جزایي فرمانونو او حکمونه په اړه پوهاوی ورکړل شو.

د استخباراتو رياست مسؤولینو د عدلیې رياست هڅې وستایلې او په راتلونکې کې هم د ورته برنامو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال د عدلیې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت بیا د استخباراتو رياست ته د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په راتلونکې کې به هم دوی ته ورته برنامې ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS