په کندز ولایت کې د ۴۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

hakeem_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۲:۲۵
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هيئت د روژې د مياشتې په ۲۱ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د سيد زينو آغا د مهاجرينو ښارګوټي د بررسۍ په موخه د ياد ولایت دشت ارچي ولسوالۍ ته سفر وکړ.

ياد هئيت په ساحه کې له غاصبينو سره تر خبرو اترو وروسته د استعلامونو په واسطه د سندونو مطالبه وکړه او وروسته یې په ساحه کې ۴۰۰ جریبه امارتي ځمکه تثبیت او تشخيص کړه. هیئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS