د عدلیي وزارت د تقنيني د ستاژ د اوومې دورې ورودي ازموينه واخيستل شوه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۳:۱۸
.

د عدلیې وزارت د قانون جوړونې  د چارو او علمي - حقوقي څېړنو انستېتوت لوی ریاست، له ۵۱ تنه ګدونوالو څخه د تقنيني ستاژ د اوومې دورې ورودي ازموينه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې واخيسته.

په دغو مراسمو کې چې د روژې د میاشتې په ۱۴ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوو، د عدلیې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د قانون جوړونۍ د چارو عمومي رئیس مفتي فضل هادی صاحبزاده، د قوانینو د مطالعې او تشریح دیپارتمنت رئیس محمد ادریس برمک او د یاد وزارت نورو مسؤولینو او د ازموينې ۵۱ تنه ګډونوالو حضور درلود.

د عدلیې وزارت مسلکي معین په دغو مراسمو کې د ازموينې ګډونوالو ته، خلکو ته د خدمت په لاره کې له پوهې څخه د ګټې اخیستنې او د عدالت په پلي کېدو ټینګار وکړ. هغه زياته کړه چې د دغو زده کړو څخه موخه او نیت، پیسې او مقام نه بلکې ولس ته خدمت او دنیوي او اخروي مسؤولیت ترسره کول و اوسي.

په دغو مراسموکې کې د عدلیې وزارت د قانون جوړونی عمومی رئيس د ازموينې ګدونوالو ته د خبرو پر مهال وويل هره برنامه چې تطبیق او ترسره کېږي د یوې موخې لرونکې وي او د دغې برنامې موخه دا ده چې هغو کسانو ته چې د قانون جوړونې په برخه کې زده کړې کړي وي او یا هم په اړونده برخه کې تجربه ولري، امارتي او یا شخصي ادارو پورې اړه ولري، د اسلام او شریعت په رڼا کې د قانون جوړونې او تقنین برخه کې، مسلکي او وړ کسان وروزي.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت هر کال د تقنیني ستاژ برنامه جوړوي او په دې برنامه کې د آزادې سیالۍ له لارې د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو او د دیني مدرسو یو شمېر فارغان د آزادې سیالۍ له لارې او یو شمېر نور چې د وزارتونو او امارتي ادارو له خوا دې برنامې ته ورپېژندل کېږې، جذبوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS