د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست او د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د چارو ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۹:۴۸

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس مولوي رحمت الله حقاني د لوړو زده کړو وزارت  د محصلانو چارو رئيس کليم الله محمدي او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او دواړو لورو د دواړو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکاریو په اړه خبرې وکړې.

په دې غونډه کې چې د روژې د میاشتې په ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه د حقوقي زده کړو په کلينيکونو کې د همغږۍ، په دغو کلينیکونو کې د باتجربه مدافع وکيلانو له لوري د تدریس چارو مخته وړلو، نويو فارغانو ته د برنامې جوړولو په اړه د مشخص هوکړه لیک درلودلو د اړتیا او د مدافع وکيلانو د ستونزو په اړه هم بحث وشو.

د یادې غونډې په ترڅ کې د عدلیې وزارت د مدافع وکيلانو رئيس  د لوړو زده کړو وزارت له راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه، چې د هېواد د شرعياتو او حقوقو پوهنځیو په نصابونو کې د مدافع وکيلانو د کړنلارې تدریس اضافه شي او یاد پلاوي هم په دې هکله د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS