د یوې اتحادیې د جوړولو په پار د خيريه بنسټونو او عدلیې وزارت ترمنځ مشورتي ناسته جوړیدل

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۵:۵۶
.

د عدلیې وزارت د خيريه بنسټونو ترمنځ د یوې اتحادیې د جوړلو په موخه د یاد وزارت په مقرکې مشورتي ناسته جوړه کړه.

په دې مشورتې غونډه کې چې د شعبان د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ جوړه شوه د عدلیې وزارت مالي او اداري معين مولوي عبدالغني فايق، د انسجام لوی رئيس مولوي حافظ عبدالصمد عمري او په دې وزارت کې د ثبت شویو لسګونو خيريه بنسټونو رئیسانو او استازو ګډون کړی وو.

د عدلیې وزارت مالي او اداري معين په دې ناسته کې په خپلو خبرو کې وویل چې، د افغانستان ولس ته په تېرو څلوېښت کلنو کې زیات زيانونه رسیدلي دي او ټینګار یې وکړ چې خيريه بنسټونه دې د دغو خلکو لپاره د کمک په برخه کې فعاليت وکړي.

دغه راز نوموړي د خيریه مرستو د انسجام په موخه د يوې اتحادیې رامنځته کول مهم وباله او د بنسټونو له مسؤولینو څخه یې وغوښتل چې  په دې برخه کې کار وکړي.

دغه راز د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئيس، په یاده ناسته کې په خپلو خبرو کې وويل، خیریه بنسټونه دې بنسټیزو کارونو ته ډېره پاملرنه وکړي تر څو د هېواد د پرمختګ لامل شي.

په ورته مهال د خيريه بنسټونو استازو او رئيسانو د خيريه بنسټونو په اړه د جوړې شوې کړنلارې، د اتحادیې رامنځته کولو او د غیر قانوني بنسټونو د فعاليت د مخنیوي په اړه خبرې وکړې او خپل نظریات یې بیان کړل.

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې، د اتحادیې جوړولو په موخه دې یوه کمېټه کار وکړي او پایلې یې له وزارت سره شريکې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۴۲
Background image

په باميان ولایت کې د کابو ۴۸۰۰ جریبه ځمکې بررسي کېدل

 د باميان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته، د محرم‌الحرام د مياشتې په ۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

په کندز ولايت کې د ۲۰۰ جریبه امارتي ځمکې تشخیص کېدل

 د کندز ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه کړه.
تخيکي هيئت په دې ناسته کې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۱۸
Background image

په بلخ ولایت کې د ۱۶۵۴ جریبه ځمکو د دوسیو بررسي کېدل

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د چمتال ولسوالۍ. . .

BACK TO NEWS