۳ تنو مدافع وکیلانو ته د فعالیت جواز وویشل شو

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۴:۳۳
.

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د رجب المرجب د میاشتې په ۲۶ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دفاع وکالت د جواز ۳ تنو غوښتونکو ته د فعالیت جوازونه وویشل.

په دغو مراسمو کې د مدافع وکیلانو رئیس مولوي سیدحبیب الحبیب او د یاد ریاست نورو مسؤولینو حضور درلود او د دفاع وکالت د جواز ۳ تنو غوښتونکو چې ازموینه او د دغې پروسې نور پړاوونه یې په بریالیتوب سره تېر کړي وو خپل جوازونه ترلاسه کړل.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د دفاع وکالت یوه مهمه دنده وبلله او یادو مدافع وکیلانو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ، د خپلو موکلینو د حقوقو د دفاع په برخه کې يې هغوی لپاره د بریالیتوب هیله وکړه.

د فعالیت جواز د ویشلو بهیر هغو مدافع وکیلانو ته چې ازموینه او نور پړاوونه یې تېر کړي په دوامداره توګه د عدلیې په وزارت کې دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS