د پاسپورټ ریاست پر وړاندې د ۲۹ عریضه لیکونکو ناقانونه فعالیت ودرول شو

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۰:۲۱
.

د عدلیې وزارت د انسجام ریاست د څارنې پلاوي د رجب المرجب د میاشتې په ۹ نېټه د یکشنبې په ورځ په کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست پر وړاندې د عریضه لیکنې له لسګونو دوکانونو او عریضه لیکونکو څخه څارنه او بررسي وکړه.

دغه نظارت او څارنه د یاد وزارت د انسجام لوی رئیس مولوی حافظ عبدالصمد عمري په حضور سره او د هېوادوالو د شکایتونو په دلیل او د ناقانونه فعالیت او د جعل کارۍ د مخنیوي په دلیل په دې ساحه کې ترسره شو.

د یادې بررسۍ په ترڅ کې د عکاسۍ - عریضه لیکنې د ۲۹ دوکانونو فعالیت او هغو ته څېرمه عریضه لیکونکو چې په ناقانونه ډول فعال وو، ودرول شول او د هغوی دوکانونه مهرلاک شول. دغه راز هغوی ته د جواز اخیستو او د پخوانیو جوازونو د نوي کولو په برخه کې لازمې توصیې وشوې.

د عدلیې وزارت نظارتي پلاوی په دوامداره توګه د عریضه لیکونکو له فعالیت څخه څارنه او بررسي ترسره کوي ترڅو د هغوی د ناقانونه فعالیت او د ګرانو هېوادوالو د سرګردانۍ مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۲۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۱۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۱۰ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه د سرغړونو او ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال د دلوې (سلواغې) میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۱. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي په روانه اونۍ کې، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.

د یاد نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS