د عدلیي د ۵ تشو بستونو رقابتي ازموینه اخیستل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۱۳:۵۸
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست، د رجب المرجب د میاشتې په ۱۰ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد وزارت د تقنین لوی ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست د ۵ تشو بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.

په دغې ازموینه کې چې د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم او  د یاد وزارت نورو مسؤولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه يې څارنه وکړه.

 د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د بشري سرچینو رئیس د ازموینې د ډول او د پوښتنو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او ګډونوالو ته یې د ازموینې د پروسې له روڼتیا څخه ډاډ ورکړ.

په دغې ازموینې کې د ګډون لپاره ۱۳۳ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او د هغوی له جملې  څخه ۱۲۴ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یادو بستونو ترلاسه کولو په موخه یې په خپلو کې رقابت وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS