د عدلیې وزارت د رهبري شورا ناسته جوړیدل

hayat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۳:۴۹
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبري شورا ناسته د جمادي الثاني د میاشتې په ۲۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د یاد وزارت د نورو مرکزي رئیسانو او مسؤولینو په ګډون جوړه شوه.

په یاده ناسته کې په بېلابېلو برخو کې د سندونو او جوازلیکونو د چاپ د څرنګوالي، د عدالت مجلې د لیکنې هیئت د حق الزحمې او د عدلیې وزارت یو شمېر اداري موضوعات بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوو.

په یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې اړوند ریاستونه په بهادارو کاغذونو کې د جوازلیکونو د چاپ په برخه کې لازم اجراآت ترسره کړي او د عدالت مجلې د لیکنې هیئت د حق الزحمې په برخه کې د حل لاره ولټول شي.

په یاده ناسته کې د بحث وړ نورو موضوعاتو په هکله هم لازم تصامیم ونیول شوو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS