د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۱۲:۵
.

د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۱۲ نېټې د یکشنبې په ورځ د میدان وردک ولایت د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې چې د لا زیاتې همغږۍ او د چارو ښه والي په منظور ترسره شوه، د میدان ورودک ولایت عدلیې رئیس د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د هر شخص د دنیوي او اخروي مسؤولیتونه یادونه یې وکړه.

دغه راز نوموړي د یاد ریاست کارمندانو ته د خپلو دندو او مسؤلیتونو پرمخ وړلو، حاضرۍ ته د پابندۍ، د آمر له امرونو څخه د اطاعت، له نورو ادارو سره د ښو اړیکو او همغږۍ درلودلو، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دغې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارمندانو هم د خپلو لاسته راوړنو راپور، کاري پلانونه، ستونزې او د کاري چارو ښه والي په تړاو وړاندیزونه مطرح کړل.

د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارمندانو ته لازمې لارښوونې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به هلې ځلې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS