د لوګر ولایت د والي له مرستیال سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کتنه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۱:۱۱
.

د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د جمادي الاول د میاشتې په ۵ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

یاد هیئت د برکي برک ولسوالۍ د دشت خاکي ساحې او د دغه ولایت د مرکز د بابوسو ساحې له اوسیدونکو سره وکتل او له هغوی د استعلام په ذریعې د یادو شویو ساحو د ملکیت سندونه وغوښتل.

دغه راز یاد هیئت د لوګر ولایت د والي له مرستیال مولوي عنایت الله شجاع سره وکتل او له نوموړي سره یې د دغه هیئت د فعالیتونو راپور او ستونزې شریکې کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS