په ارزګان ولایت کې د ۱۱۰۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت او تشخیص

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۱:۷
.

د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ربیع الثاني د میاشتې په ۲۸ نېټې د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د چوري ولسوالۍ د کوتل د کاریز ساحې ته سفر وکړ او د ساحې په لیدنې او بررسۍ سره یې، کابو ۱۱ زره جریبه امارتي ځمکه په دغې ساحې کې تثبیت او تشخیص کړه.

یاد هیئت د بررسۍ په ترڅ کې، ۵۲۱ جریبه ځمکه چې ځايي خلکو د هغې د مالیې ورکونې سندونه درلودل، جلا کړه او کابو ۱۱ زره جریبه نوره امارتي ځمکه یې تثبیت او تشخیص کړه. ټاکل شوې ده یاده ځمکه د کرنې ریاست ته وسپارل شي.

دغه راز یاد هیئت د یادې ولسوالۍ د کوتل د کاریز په شمال کې د خلیلي کاریز په ساحې کې زرګونه جریبه نوره ځمکه بررسۍ لاندې ونیوله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS