د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون په رسمي جریدې کې چاپ او خپور شو

hakeem_admin
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۰ نېټې د امیرالمومنین حفظه الله له لوري توشیح او نافذ شوی د عدلیې وزارت له لوري د رسمي جریدې په ۱۴۳۸ ګڼې کې چاپ او خپور شو.

په دغه قانون کې څلور فصلونه او ۲۲ مادې شاملې دي او د امارتي ځمکو د غصب او د یادو ځمکو د استرداد قضیو څه رنګوالی، د رسیدګۍ مراجع او د ځمکو د غصب اړوند نور موارد په کې بیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د رسمي جریدې په ۱۴۳۸ ګڼې کې د یاد قانون سربېره، د امیرالمومنین حفظه الله فرمانونه او د امارتي، عامه مرعی او وقفي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګې اختصاصي محکمې شرعي اصولنامه هم چاپ او خپره شوې ده.

یاد شوی قانون د توشیح له نېټې څخه نافذ دی او په اساس یې، د ځمکو د غصب د مخنیوي مقرره چې مخکې نافذ شوې وه او د یاد قانون په مغایرت کې نور تقنیني سندونه ملغا ګڼل کیږي.

هیوادوال کولی شي یاد شوی قانون د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړي. دغه راز د یاد قانون الکترونیکي نسخه (PDF) هم د عدليې وزارت د ویب پاڼې د حکمونو او قوانینو په ډیټابیس کې موجود ده.

د ډانلود لېنک: http://old.moj.gov.af/Content/files/OfficialGazette/01401/OG_01438.pdf

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۳:۵۱
Background image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو دوهمه ټولګه چاپ او خپره شوه

د اسلامي امارت، عدلیې وزارت د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو دوهمه ټولګه چاپ او خپره کړه.

په دې ټولګه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ۱۵ فرمانونه چې په ۱۴۴۶ هجري . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۱:۶
Background image

د خدماتو وړاندې کولو په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

بسم الله الرحمن الرحیم

عدلیې وزارت، خپلو ټولو مراجعینو ته ډاډ او اطمینان ورکوي چې په دې وزارت کې ټول کارونه د اصولو او قوانینو مطابق په ټاکلي وخت ترسره کېږي او هېڅ ډول واسطه یا شخصي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د دفاع وکالت د ستاژ د نوم‌لیکنې د پیل په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت د دفاع وکالت هغو متقاضیانو لپاره چې د جواز ترلاسه کولو په موخه یې د دفاع وکالت ورودي ازموینه په بریالیتوب سره پای ته رسولې ده او کاري تجربه نه لري، ډېر ژر . . .

Back to announcements