د شمال زون ولایتونو د عدلیې ریاستونو مسلکي غړو لپاره د شپږ ورځني زده کړییز سیمینار جوړول

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۴:۲۰
.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت، د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۳ نېټې د شنبې په ورځ د شمال زون ولایتونو د عدلیې ریاستونو مسلکي غړو لپاره شپږ ورځنی زده کړییز سیمینار د بلخ ولایت د عدلیې ریاست د زده کړو په تالار کې جوړ کړ.

په دغه سیمینار کې چې د امارت د قضایاو د مسلکي د زدکړو تر سرلیک لاندې جوړ شوی د بلخ، سرپل، فاریاب، جوزجان، او سمنګان ولایتونو د عدليې ریاستونو ۳۱ تنو مسلکي غړو برخه واخیسته او د غصب او له هغه سره د مبارزې د حل لارو، د ځمکو د غصب د مخنیوي مقررې او اړوند لایحې، دعوا او د هغې شرایط، د برنامې جوړیدلو او د ادارې د انسجام په چارو کې د اداري مراسلاتو د اهمیت په اړه لازمې زده کړې ترسره کوي.

 د یاد سیمینار په پرانیسته کې د بلخ ولایت د امارت د قضایاو آمر او د عدلیې ریاست سرپرست مولوي غلام رسول متقي د دغه سیمینار له ترسره کونکو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامو جوړولو غوښتنه وکړه.

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمریت د یاد وزارت د کارمندانو د کاري ظرفیت لوړولو په منظور وخت په وخت دغه ډول برنامې جوړوي او د یاد وزارت د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS