په نیمروز ولایت کې څه دپاسه ۱۴۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۳:۱۵
.

د نیمروز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الاول د میاشتې په ۳ نېټې د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په یاده ناسته کې د دغه ولایت د خاشرود ولسوالۍ د خاکک کلي د ځمکو په تړاو بحث وشو او له ناستې څخه وروسته له تخنیکي هئیت څخه یو ټیم د ساحې د بررسۍ په منظور دغه کلي ته ولاړ.

یاد ټیم املاکي دفترونو او کادستري نقشو ته په کتلو سره یوه ټوټه امارتي ځمکه چې ۱۴۲۵.۱۷ جریبه ځمکه په کې شاملیږي تثبیت او تفکیک کړه او خط یې په کې واچوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS