په کندز ولایت کې ۵۸۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت شوې

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۰:۲۰
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الاول د میاشتې په ۲ نېټې د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د چهاردرې ولسوالۍ د اچي کوتل ساحې د ۵۲۳ جریبه ځمکې او د ګلتپې ولسوالۍ د شادولا کلي د ۵۷ جریبه ځمکې دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او یادې شوې ځمکې امارتي تثبیت شوې.

په دغې ناسته کې، د قلعه ذال ولسوالۍ د ظلم آباد ساحې د ۳۶۰ جریبه ځمکې او د خان آباد ولسوالۍ د نوآباد ساحې د ۲۰ جریبه ځمکې دوسیې هم بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او د یاد هيئت سکرتریت ته د څېړنو د بشپړولو او د راتلونکو اجراآتو په برخه کې لازمې لارښوونې وشوې.

دغه راز په یاده ناسته کې، له تخنیکي هیئت څخه دوه ټیمونه د چهاردرې ولسوالۍ د اچي کوتل او د قلعه ذال ولسوالۍ د ظلم آباد د ساحو لیدنې، سکیچ، کروکي او د سندونو د تطبیق په موخه توظیف شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

BACK TO NEWS