په سرپل ولایت کې څه باندې ۲۶ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۱۲:۱
.

د سرپل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د محرم الحرام د میاشتې په ۲۲ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د کهنه بازار په کلي کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د دوه ټوټې غصب شوې ځمکې په تړاو بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او د هغې له متصرفینو څخه سندونه وغوښتل شول.

په دغې ناسته کې د مرکز ولسوالۍ په ایګزک کلي کې د پنځو ټوټو غصب شویو ځمکو په اړه هم بحث وشو او تصمیم ونیول شو چې د ساحې د بررسۍ په موخه له هیئت څخه یو ګروپ د چهارشنبې په ورځ ساحې ته روان او سندونه تطبیق کړي او دغه راز د سوزمه قلعه ولسوالۍ د ۳۲ زره جریبه اوبه درلودونکې ځمکې او امارتي څړځای په تړاو د یو شمېر کلیو د اوسیدونکو د عریضې په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او تصمیم ونیول شو چې تخنیکي هیئت د سندونو له بشپړولو څخه وروسته ساحې ته سفر وکړي او د دواړو لورو سندونه پر ساحې تطبیق کړي.

په همدې توګه تخنیکي هیئت د سرپل مرکز په میدان طیاره کې د غصب شوې دوه ټوټې امارتي ځمکې په اړه بحث وکړ او لارښوونه یې وکړه چې د هغې سندونه بشپړ شي.

بله ورځ له تخنیکي هیئت څخه یو ګروپ د یاد ولایت د مرکز په کهنه بازار کې د غصب شوې پنځه ټوټې امارتي ځمکې د بررسۍ په موخه ساحې ته روان شو او غصب شوې ساحې یې بررسي او کادستري نقشې پر هغو تطبیق کړې.

یاد شوي هیئت په ایګزک کلي کې  ۲.۱۳ جریبه اوبه درلودونکې ځمکه او ۲۴.۴۴ جریبه د څړځای ځمکه له بررسۍ او د کادستري سندونو له تطبیق څخه وروسته امارتي تثبیت کړه او په دغه کلي کې ۳۱ جریبه، ۱۸ بسوې او ۶ بسواسې اوبه درلودونکي ځمکه د دغه هیئت بررسۍ لاندې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS