د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۱۰:۵۷
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د محرم الحرام د میاشتې په ۱۳ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د یو شخص د نمرو متصرف ته استعلام ورکړل شو ترڅو خپل ټول سندونه او مدارک د راتلونکو اجراآتو په موخه د دغه ولایت تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي.

په همدې توګه یاده ناسته کې د یو شخص په تصرف کې د ۴۱.۸۰ جریبه ځمکې په اړه بحث وشو او هغه اشخاص چې د مالکیت ادعا یې درلودله غونډې ته حاضر شوو او خپل دلیلونه یې بیان کړل او په پای کې تصمیم ونیول شو ترڅو د هیئت ټول غړي د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ د انجنیرانو ټیم په ملتیا ساحې ته ولاړ شي او نقشه پر ساحې تطبیق کړي تر څو د هغې له مخې تصمیم ونیول شي.

په همدې توګه یاده ناسته کې د طلاخمها باد روک خوړ او شورابک ځمکو موضوع بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او هغو اشخاصو چې د مالکیت ادعا يې درلودله خپل سندونه او مدارک وړاندې کړل. هیئت تصمیم ونیو ترڅو یادې ساحې ته سفر وکړي او د اشخاصو سندونو ته مطابقت ورکړي ترڅو د هغو له مخې تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS