د فراه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوی د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۹:۳۹
.

د فراه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوی د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۵ نېټه د شنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د یاد ولایت د مرکز اړوند د احمد کاریز دوسیه بررسي او پریکړه وشوه چې راتلونکو ورځو کې له یادې ساحې څخه لیدنه وشي. دغه راز د یاد ولایت د مرکز اړوند خرفلان ساحې دوسیه هم د مرکزي کمېسیون له لارښوونې سره سم بررسي شوه او په دغې ساحه کې شخصي او امارتي ځمکې له یو بل څخه جلا شوې او ټاکل شوې یاده دوسیه مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

په همدې توګه په یاده ناسته کې له یو شمېر افرادو څخه چې د دغه ولایت د ګلستان ولسوالۍ په سنګ سراخ ساحه کې پر یو اندازه ځمکه په خپلو کې دعوا لري، شرعي سندونه وغوښتل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS