د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۶ نېټه د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د شهرستان ولسوالۍ آوري مزار ازموک د دوسیې راپور په کې وړاندې شو او تصمیم ونیول شو چې یاده دوسیه په رسمي ډول د مدعی بها او د ذوالید اشخاصو مشخص کیدلو او د هغې جزئیاتو بررسۍ په موخه د کرنې ریاست تخنیکي آمریت ته واستول شي.
په یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې وروسته له دې د افرادو او اشخاصو د جلب او د بدلون مخنیوي په تړاو لیک د قوماندانۍ ادارې د ریزرف کنډک په سرلیک واستول شي او دغه راز پریکړه وشوه چې د مهر ډیزاین چې د یاد هیئت له خوا جوړ شوی او د موظف هيئت له خوا د لګښتونو د بررسۍ او د هغو وړاندې شوی راپور، د راتلونکو اجراآتو په غرض د یو راپور په ترڅ کې مرکزي کمېسیون ته واستول شي.
په دغې ناسته کې د تخنیکي هیئت د رئیس په ریاست یو پلاوی تعیین شو ترڅو د کثیرالرشتوي انستېتوت ادارې دوسیه بررسي کړي او دغه راز یو بل پلاوی د تخنیکي هیئت د رئیس په مشرۍ مشخص شو چې د مارکیټونو او د استوګنې د کورونو موضوع چې د اسلامي امارت د حکومت پیل کې ویشل شوي، بررسي کړي.
