د دایکندي ولایت له والي او یو شمېر اوسیدونکو سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کتنه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۲ - ۱۱:۱۰
.

د دایکندي ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۱۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د یاد ولایت د شهرستان ولسوالۍ او  مرکز ترتیب شوو دوسیو په اړه په کې بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په همدې توګه دغه هیئت د دایکندي ولایت د مقام او د نیلي ښار د زردني او دشت کلیو له یو شمېر مخورو سره وکتل او د نیلي ښار د ماسټر پلان ساحې په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغې کتنه کې، یادو اوسیدونکو د نیلي ښار د ماسټر پلان ساحې د ستونزې د حل په تړاو د تخنیکي هیئت او د یاد ولایت د مقام د همکارۍ غوښتونکي شول.

تخنیکي هیئت د یاد ولایت له والي او یادو اوسیدونکو سره ژمنه وکړه چې د نیلي ښار د ماسټر پلان ساحې د تثبیت او تشخیص بهیر به له خپلو اصولو، مقررې او کاري کړنلارې سره سم او په بشپړې روڼتیا او  بې پریتوب ترسره کړي.

د دایکندي ولایت والي هم له خلکو سره د تخنیکي هیئت له ژمنې څخه ډاډ ورکړ او د تخنیکي هیئت د کاري ستونزو د حل په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS