یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل شول

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۵:۵
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو د چارو ریاست د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالحجې د میاشتې په ۱ نېټه د دوشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوې وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د  عدليې وزارت د انسجام  لوی رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو د چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې د  عدليې وزارت د انسجام  لوی رئیس مولوي رحمت الله حقاني د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل.

نوموړي هغوی خپلو مسوولیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل ویې ویل چې د معاملاتو د لارښوونې جواز یواځې یو جواز نه دی بلکې د خلکو ترمنځ ستاسې د نیکې معاملې د اعتبار سند دی او تاسې باید هغه ژمنه په پام کې ونیسئ چې له لوی څښتن تعالی، د افغانستان شریف ولس او عدلیې وزارت سره لرئ، په خپلو ټولو معاملاتو کې د الله تعالی رضایت په پام کې ولرئ او په معاملاتو کې له هر ډول فریب کارۍ، غل او غش څخه ډډه وکړئ ترڅو زموږ د ځوریدلي ولس دردونو ته مرحم او ټپونو ته پټۍ اوسئ. دغه راز نوموړي هغوی له اسلامي امارت سره همکارۍ ته وهڅول.

په دغو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکي له دغې دندې سره د هغوی لازیاتې پېژندګلوۍ او د هغوی د مسؤلیتونو او مکلفیتونو په اړه  پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۳۰ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

د عدلیې وزیر د کابل د ځینو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ذوالقعدې میاشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د یو شمېر فعالو خصوصي روغتونونو له مسؤولینو سره په خپل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

BACK TO NEWS