د کنړ ولایت له یو شمېر اوسیدونکو سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کتنه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۷ - ۱۱:۹
.

د کنړ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۵ نېته د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې یاد هیئت د خاص کنړ ولسوالۍ د شالې ولي ساحې او د سرکاڼو ولسوالۍ دونهي ساحې له استازو سره وکتل او هغوی هم خپل خبرې او غوښتنې له هیئت سره مطرح کړې.

په دغې ناسته کې، د شالې ولي ساحې اوسیدونکو وویل چې د شالې میدان زموږ او زموږ د قبایلو ملکیت دی او که په اجاره ورکول کیږي، باید د هغو یو شمېر خکلو ته چې پاکستان کې استوګنه لري او د استوګنې له پاره کور نه لري، وویشل شي.

تخنیکي هیئت یاده قطعه امارتي وبلله او یې ویل چې د امیرالمؤمنین حفظه الله له اجازې پرته د هغې د ویشلو اجازه نه لري، هیئت ټینګار وکړ چې هیڅ یو امارتي مسؤل پر امارتي ملکیتونو غیر اصولي معامله او اجراآت نه شي ترسره کولی.

په دغې ناسته کې، د سرکاڼو ولسوالۍ د دونهي یو شمېر اوسیدونکو هم وویل چې خپل میراثي ځمکې یې پلورلي دي خو اوس پر ځمکو د پیرودونکو د کار مخنیوی کیږي. هیئت دغې ساحې ته د هغوی د سندونو د تطبیق او د امارتي او شخصي ځمکو ترمنځ د حدفاصل تعیین له پاره د سفر په اړه لازم تصمیم ونیو ترڅو د یادو ځمکو حدود څرګند او د هغې ستونزه حل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS