په کندز ولایت کې څه دپاسه ۴۰ جریبه ځمکه استرداد شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۴:۲۱
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د علي آباد ولسوالۍ د امام رمضاني ساحې په ۲۹ جریبه امارتي ځمکې د څېړنو بشپړولو په اړه چې د غیر شرعي متصرفینو له خوا د استوګنې کورونه پرې جوړ شوي، بحث وشو او پریکړه وشوه چې د دغې موضوع راپور مرکز ته واستول شي.

یاد شوي هیئت د امام صاحب ولسوالۍ په اسکي ساحه کې ۴۰ جریبه او ۱۸ بسوې ځمکه چې وړاندې تثبیت او سکیچ شوې وه، استرداد کړه او د هغې د اجارې ورکولو په اړه یې لازمې لارښوونې وشوې.

د چهاردرې ولسوالۍ په احمدزیو کې د ۷۰ جریبه امارتي ځمکې دوسیې هم بررسي شوه او د هغو په برخه کې د څېړنو په اړه لازمې لارښوونې صادر شوې.

په دغې ناسته کې د چهاردرې ولسوالۍ او د سمنګان د خلم ولسوالۍ ترمنځ د مرزې ساحې د څړځای شخړه بررسي شوه او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شو. په همدې توګه د شیرخان بندر چهل کپې ساحې د ۱۲۰ جریبه ځمکې قضیه چې وړاندې امارتي تثبیت او استرداد شوي او د هغې د اجارې ورکولو بهیر د پړاونو تېرولو په حال کې دی بررسي شوه.

دوه یمه ورځ د کرنې ریاست کارکوونکي د کندز ولایت د تخنیکي هیئت په لارښوونې، د ګلتپې ولسوالۍ په توبره کش ساحه کې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی وکړ. یادوکارکوونکو ساحه له غصب څخه خلاصه کړه او په کې جوړ شوي دیوالونه یې ویجاړ کړل.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS