د زابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکی هیئت د ناستو جوړیدل
د زابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او تخنیکي هیئت په کې د قلات ښار او د شاجوی او شهر صفا ولسوالیو له اوسیدونکو سره وکتل او د یادو ساحو اړوند ۹ موضوعات یې بررسي کړل.
یاد شوي هیئت له یو شمېر اشخاصو څخه سندونه وغوښتل او یو شمېر نورو اشخاصو ته یې استعلامونه وویشل.
دغه راز تخنیکي هیئت د یاد ولایت د محکمې په ریاست کې د همغږۍ ناسته جوړه کړه چې د محکمې رئیس، د علماو د شورا غړو او د زندانونو د چارو د سمون مسؤلینو په کې حضور درلود.
دغه ناسته د تخنیکي هیئت د کارونو پر وړاندې د خنډونو جوړیدلو مخنیوي په منظور جوړه شوې وه او په کې د یادو شویو بنسټونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وشو.
