د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د ناستې جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۵ - ۸:۴۳
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۵ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدليې وزارت سرپرست او د دغه کمېسیون رئیس شیخ الحديث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په یادې ناسته کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطا‌ء الله عمري، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست مولوي حمد الله نعماني، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالمنان عمري، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رئیس مولوي شمس الدین شریعتي،  د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د ځانګړې محکمې رئیس، شیخ محمد انور مدثر، د سترې محکمې د عامه امنیت د دیوان مفتي او د تمیز مستشار، شیخ عبدالصمد، د کابل ولایت د تخنیکي هیئت غړو، د کابل ښاروالۍ استازي، د امارت د قضایاو لوی رئیس او د یاد کمېسیون سکرتر او نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.

په دغې ناسته کې، د کمېسیون او د ننګرهار ولایت د تخنیکي هیئت په واسطه د ۹ بررسي شویو دوسیو او د کمېسیون او د کابل ولایت د تخنیکي هیئت په واسطه ۷ بررسي شوې دوسیو، په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او دغو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

دغه راز په یاده ناسته کې، د کندهار ولایت په ځینو موضوعاتو، د دغه کمېسیون د سکرتریت او د ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د کړنلارې، لوګر ولایت کې د لرګیو پلورولو ساحه کې د ۳۷ نمرو ویشلو، د ننګرهار ولایت په شهر کهنه کې د ۴.۵ جریبه ځمکې او جوزجان ولایت کې د ۱۵۵ جریبه ځمکې په اړه بحث او خبرې وشوې او دغو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۱
Background image

په ارزګان ولایت کې ۸ موټر پلورنځي د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د ارزګان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۲۳مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، ترينکوټ ښار کې له ۲۱ موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۲۶
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو ساحو کې د معاملاتو لارښوونې له ۷ دفترونو څخه نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار د عدلیې ریاست تر مشرۍ لاندې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د جمادی‌الثانی د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې. . .

BACK TO NEWS