یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل شول

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۲:۳۸
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو ریاست د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتطې په ۵ نېټه د پنجشبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوې وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د عدليې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد په کې د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل او هغوی یې خپل مسوولیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل.

د دغو مراسمو په پای کې، ۳۰ تنو غوښتونکو ته، د عدلیې وزارت د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکوونکو رئیس په واسطه د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه، وویشل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS