د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د بادغیس ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د غصب اړوند ځیني موضوعات په کې بررسي شول.
په دغې ناسته کې، د لاغري قومونو د ۱۰۰۰ جریبه للمي ځمکو له یو شمېر متصرفینو ژمنه وکړه چې یاده ځمکه د آبکمري ولسوالۍ په بندخره زرد سیمه کې عامه مرعی ده.
دغه رای په یاده ناسته کې په سنګ آتش ولسوالۍ کې د ګله چشمه پر ځمکو د فرستان قومونو پر وړاندې د محمکې کلانخانه قومونو شخصي ادعا بررسي شوه او له هغوی څخه شرعي سندونه وغوښتل شول.
دغه راز د کرنیزې او خاصې مرعی پر ځمکو د دوو اشخاصو دعوا چې د بالامرغاب ولسوالۍ د محکمې له خوا راجع شوې وه، بررسي شوه او بیاځل د رسیدګۍ له پاره یادې محکمې ته واستول شوه او له یو شمېر نورو عارضینو څخه د استعلام په ترڅ کې معلومات او سندونه وغوښتل شول.
