د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۵:۴۲
.

د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۱ نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کئ یاد هیئت پریکړه وکړه چې د چهارشنبې په ورځ د محکمې له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه جوړه شي او ولسوالیو ته د توظیف شویو ټیمونو په اړه هم پریکړه وشوه چې یاد شوي ټیمونه اړوندو ولسوالیو ته سفر وکړي.

دغه راز په یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې تخنیکي هیئت هم ځینو ساحو ته سفر وکړي او امارتي ځمکې تثبیت او سروې کړي.

په همدې توګه تخنیکي هیئت د نیک نام، تېرې او د دولت زي ساحو له استازو سره وکتل او د هغوی یو شمېر ته يې استعلام ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۹:۸
Background image

د عدلیې وزیر د خوست ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره ناسته وکړه

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شوال د میاشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د دیني مدرسو له یو شمېر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

BACK TO NEWS