د غزني ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت یو شمیر غاصبین ونیول

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۹ - ۹:۵۱
.

د غزني ولایت د ځمکو دغصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د روژې میاشت په ۱۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د ملا نوح بابا ساحې ته چې د اندړ او واغظ ولسوالیو ترمنځ موقعیت لري سفر وکړ او دغې ساحه کې یې د ځمکو د غصب د مخنیوي په اړه لازم اقدامات ترسره کړل.

دغه ساحه چې د غزني-کندهار په لویې لاره کې موقعیت لري د غاصبینو لخوا غصب شوې او تر دې دمه دوی هڅه کوي ترڅو لازیاته ځمکه غصب کړي.

هیئت چې امنیتي ټیم هم ورسره مل وو، د ساحې هغه غاصبین چې ځانونه یې زورواکي معرفي کړي ول ونیول او له ځان سره یې یوړل. دغه راز په ساحې کار په مطلق ډول ودرول شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS