میدان وردک ولایت کې څه دپاسه ۴۰۰ جریبه ځمکه بررسي شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱/۵ - ۹:۱۶
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت توظیف شویو کمېټو او اړوند توظیف شوي ټیم د ۳۸۶ کادستري قطعې د بررسۍ او چک ولسوالۍ کې د باغ بند، لالاخیل او خلیلي کلیو ترمنځ د هدیرې د موضوع او د نرخ ولسوالۍ بیدک سرخ دښتې د ساحې موضوع د حل په منظور دغو ولسوالیو ته سفر وکړ.

هیئت په چک ولسوالۍ کې د جنجال اړوند ساحه بررسي کړه او ۳۸۶ کادستري قطعه چې ۲۰۷ جریبه ځمکه په کې شامله ده، هیڅ ډول شخصي ملکیت ثابت نه شو. یاد هیئت د اړوندو کلیو اوسیدونکو ته خبرداری ورکړ چې دغې ساحه کې له هر ډول مالکانه تصرف څخه ډډه وکړي.

د هیئت غړو ددغې ساحې اوسیدونکو ته وویل چې د موضوع د حل له پاره له والي او د استیناف او ابتداییه محکمو له رئیسانو سره غونډه جوړوي.

د تخنیکي هیئت بلې کمېټې ددغه ولایت نرخ ولسوالۍ ته سفر وکړ او سرخ بیدک دښته کې، ۲۰۰ جریبه د دښتې لاس نه خوړل شوې او عامه مرعی ځمکه بررسي کړه.

هیئت یاده ساحه چې ځینې برخې یې د خلکو لخوا تصرف شوی او نوي تصرفات هم په کې روان وو بررسي کړه او له متصرفینو سره یې وکتل. په دغې کتنه کې د ځمکو د غصب د مخنیوي اړوند مقرره هغوی له پاره تشریح شوه.

هیئت هر ډول مالکانه تصرف په دغې ساحه کې منع کړ او خبرداری ورکړ چې له غیر قانوني متصرفینو سره به قانوني چلند وشي.

هیئت د یادې قطعې اربعه حدود، مساحت او کیفیت مشخص کړل او له متصرفینو څخه یې شرعي سندونه وغوښتل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS