د کندز ولایت تخنیکي هیئت دغه ولایت کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه
د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شعبان میاشت په ۲۱ نېټه د دوشنبې په ورځ له عسقلان او توبره کش ساحو څخه چې وړاندې تثبیت شوې وې، د غصب او د څړځای د تخریب د مخنیوي څخه نظارت او لیدنه وکړه.
لومړی دغه هیئت له هغو ساحو څخه چې د ځمکو ادارې په قانوني ډول په اجاره ورکړې، لیدنه وکړه او وروسته یې له تثبیت شویو ځمکو څخه لیدنه او نظارت وکړ. د نظارت په لړ کې نوي جوړ شوي عمرانات ویجاړ او عاملین یې ددغه ولایت امنیه قوماندانۍ ته وسپارل شول.
ځايي اوسیدونکو ته خبر ورکړل شو چې اړونده ادارې ته مراجعه وکړي او له قانون سره سم ځمکه په اجاره واخلي او کښت يې کړي.
