د غزني ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۵:۳

د غزني ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځینو مهمو موضوعاتو په اړه په کې بحث او د نظر تبادله ترسره شوه.

په دغې ناسته کې، د غصب د مخنیوي له پاره کاري پلان ترتیب شو او د اړوندو ادارو ترمنځ پر همکارۍ ټینګار وشو.

دغه هیئت له یو شمېر خلکو سره چې امارتي ځمکې یې غصب کړي او اوس هم هڅه کوي ترڅو غصب شوې ځمکې په خپل ولکه کې ولري، لیدنه او خبرې وشوې. یاد هیئت د امارتي ځمکو له غاصبینو څخه قانوني سندونه وغوښتل. دغه هیئت له یو شمېر مراجعینو سره هم وکتل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS