د عدليې وزارت د حقوقي مرستو ریاست د اوونیزې ناستې جوړیدل
د عدليې وزارت د حقوقي مرستو ریاست اوونیزې ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۵ نېټې د شنبې په ورځ د حقوقي مرستو د رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په مشرۍ او د آمرینو او کارکوونکو په ګډون يې ددغه ریاست په مقر کې جوړه شوه.
دغه ناسته چې د کارکوونکو د ننګونو او ستونزو اوریدلو او د حقوقي مرستو د ریاست د کاري بهیر د چټکتیا او ښه والي له پاره د لارښوونو د صادرولو په منظور جوړه شوې وه، د کلام الله مجید د آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په دغې ناسته کې، ستونزو له پاره د حل لارې موندلو، د حقوقي مرستو د ریاست د یوې مقررې لیکلو له پاره د لازمو اقداماتو، له محکمو سره د حقوقي مرستندویانو د موجودو ستونزو او کارکوونکو ته د وزارت د مقام د لارښوونو د ابلاغ او نورو مواردو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
حقوقي مرستندویانو او عامه حقوقي پوهاوي له پاره د یوې مقررې تسوید په منظور، د وزارت د مقام ترعنوان لاندې وړاندیز وړاندې شو او د لارښوونې اخیستلو څخه وروسته د تقنین لوی ریاست ته واستول شو.
په دغې ناسته کې، د حقوقي مرستو رئیس وویل چې ددغه ریاست اداري او تشکیلاتي ستونزې او له محکمو سره د حقوقي مرستندویانو ستونزې د وزارت په اداري ناسته کې مطرح شوې او د هوارولو په موخه یې د یاد وزارت د معینانو له لوري اړوندو ریاستونو ته لازمې لارښوونې وشوې.
په پای کې، د حقوقي مرستو رئیس ددغه ریاست د ستونزو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د لوي څښتن تعالی په توکل او په صادقانه هڅو سره به پر ټولو ستونزو برلاسي شو.
