د غور او کندوز ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې
د غور او کندوز ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او د ځمکې د غصب د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات ترسره شوو.
د غور ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې ددغه ولایت په مرکز کې د تېلو د یو ټانک په اړه د هغه د مالک د اعتراضونو په دلیل پریکړه وشوه چې دغه هیئت یوځل بیا له نوموړي سره لیدنه وکړي او د سندونو له مخې، د نوموړي قناعت ترلاسه کړي.
په یاده ناسته کې ددغه ولایت په مرکز کې د یو شمېر خلکو د نمرو په اړه پریکړه وشوه چې هیئت ساحه له نږدې څخه بررسي کړي او د سندونو په پام کې نیولو سره تصمیم ونیسي.
دغه راز په یاده ناسته کې د ښاروالۍ ۴ ګڼې ښارې پلان په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې هیئت له یادې شوې ساحې څخه لیدنه وکړي.
په همدې حال کې د کندوز ولایت تخنیکي هیئت د هدیرې د ۵۰۰ جریبه ځمکې د استرداد او ددغه ولایت د مرکز په تپه علي کې د ۲۵۰۰ جریبه ځمکې د تثبیت په برخه کې عملي اقدامات ترسره کړل.
دغه هیئت یادو شویو ساحو ته ولاړ او ځايي خلکو ته يې د هیئت او د هغه د مسوولیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. دغه هیئت د څړځای د قانون په اړه هم معلومات وړاندې کړل او له خلکو څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه. ځايي خلکو د اسلامي امارت قوانینو او اصولو او له هیئت سره د همکارې په برخه کې ډاډ ورکړ.
یاد شوي هیئت، د هدیرې ساحه د کادستر له نقشې سره سم خط اندازي کړه او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې په هغې کې جوړ شوي دیوالونه ویجاړ کړي.
